​​​​​​​انتونيو ګوتېرېش بيا په اوکراين کې د اوربند غوښتنه کړې

انځور: د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش

د ملګروملتونو سرمنشي یوځل بیا په اوکراین کې د اوربند لپاره غږ کړی او خبرداری یې ورکړی چې په اوکراین کې د روسیې جګړې په ټوله نړۍ کې پر غذايي امنیت ناوړه اغېز کړی.

انتونیو ګوتېرېش نن په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره د غونډې په پیل کې وویل، موږ په کلکه هڅې کوو څو د اغېزمن ډیالوګ، سمدستي اوربند او د سوله ایز حل شرایط برابر شي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې لا هم د اوکراين او روسيې ترمنځ ډيپلوماټيکو هڅو کومه نتيجه نه ده ورکړې.