پر پوله تر نښتو وروسته؛ ايران د طالبانو له حکومت سره د ښو اړيکو جوړولو هڅه کوي

انځور: طالب پلاوی

ایران چې په ۱۹۸۸ کال یې لس ډیپلوماتان په مزارشریف کې د طالبانو په حمله کې وژل شوي، په پوله کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې ظاهراً هڅه کوي چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره ښې اړیکي ولري ترڅو وضعیت له کنټروله ونه وځي.

په تازه یوه پېښه کې د اسلام قلعه د سرحدي ښارګوټي دوغارون بندر د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو شاهد و چې په نتیجه کې یې دغه بندر د موقت وخت لپاره وتړل شو.

د دغې نښتې د څرنګوالي په اړه د طالبانو او ایراني چارواکو څرګندونې ضد ونقیضې دي.

طالبانو ادعا کړی چې ایراني ځواکونه د افغانستان خاورې ته را داخل شوي و، خو ایراني چارواکو بیا ویلي چې د ایران پولې ته نژدې د یوه سړک د جوړولو لپاره د طالبانو پرېکړه چې ورسره نه وه شریکه شوې، د دې سبب شوې چې د دې هیواد سرحدي ځواکونه یې مخه ونیسي.

خو اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ستونزو د حل لپاره یې وړاندیز کړی چې طالبانو ته دې په دې اړه چې د پولې په اوږدو کې څه ډول چلند وکړي، روزنه ورکړل شي.

د دې وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون دوشنبې په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

“موږ تل چمتو وو او یو وار بیا خپل چمتوالی اعلانوو چې د پولې په اوږدو کې نویو مامورینو ته لازمه روزنه په تېره د مسلکي چلند په اړه ورکړو. فکرکوم چې د دا ډول پېښو تکرار به د جدي اندېښنې وړ وي او دا خبره موږ له مختلفو لارو د افغانستان سر پرستو واکمنانو ته کړې ده. هیله من یو چې له دغه زغم څخه مقابل لوري غلط برداشت نه وي اخیستی.”

Your browser doesn’t support HTML5

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطېب زاده.

تر اوسه د طالبانو حکومت د ښاغلي خطیب زاده د دغو څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څه باندې اته میاشتې ووتې، خو دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې راپور ورکول کېږي، بلکې څو اونۍ مخکې هم په نیمروز کې دواړو لورو نښته کړې وه.

پر دغو نښتو سربېره په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو هغو ټکان ورکونکو ویډیوګانو چې پکې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بدسلوک موارد لیدل کېږي هم د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت ویلي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی خو له ګاونډیانو هم غواړي چې د افغانانو درناوی وکړي.