يو افغان له غزني‌ څخه پر بايسکل د حج په سفر روان شو

نور محمد چې سعودي عربستان يې په بايسکل سفر پيل کړی

نور محمد چې د قره باغ ولسوالۍ د لايق د کلي اوسېدونکی دی او عمر يې نزدې ۴۰ ته رسېږي د حج د فريضي د ترسره کولو په موخه يې سعودي عربستان ته پر بايسکل سفر پيل کړ.

دی به له غزني تر مکې پورې ۴۵۳۱ کیلو متره سفر پر بايسکل لنډوي.

هڅه مو وکړه چې د دغه سفر په اړه له نوموړي سره خبرې وکړو، خو خبرو کولو ته چمتو نه شو.

حاجي محمد امین چې د نور محمد د تره زوی دی ازادي راډیو ته وویل، له تېرو و دوو کالو څخه نور محمد په دې هڅه کې وو چې پر بايسکل حج ته لاړ شي، خو هیڅ قانوني اسناد يې نه لرل.

دی وايي اقتصادي وضعیت یې سخت کمزوری او په کور کې یې واړه ماشومان او یوه مېرمن پاتې دي.

نور محمد داسې مهال ايران او له هغه ځای بيا سعودي عربستان ته سفر کوي چې هيڅ قانوني اسناد هم نه لري.