اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: افغانان دې په تذکرو هېواد ته ستانه شي

د تورخم دروازې يوه څنډه

په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي، د هغو افغانانو د ستنېدو زمینه یې برابره کړې ،چې په تورخم او نورو سیمو کې ایسار پاتې دي.

د سفارت په خبرپاڼه کې نن راغلي، چې په تورخم او نورو سیمو کې ایسار افغانان د اپرېل تر ٢٩مې د تذکرې په وسیله افغانستان ته سفر وکړي.

د راپورونو له مخې دمګړۍ په پاکستان ګڼ افغانان ایسار پاتې دي او پاکستاني چارواکي د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.