د طالبان حکومت: د برېښنا توليد کې خصوصي سکتور پانګونې ته لومړيتوب ورکوو

بدخشان کې د شورابک بند

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسيون وايي، پر ټولو هغو مواردو تر مفصلو بحثونو وروسته، چې خصوصي سکتور پکې پانګونې ته چمتو دی؛ د برښنا تولید ته لومړیتوب ورکړ.

د دغه کمیسیون په ټوېټر پاڼه په دې اړه راغلي، د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ د کانونو او پترولیم او سوداګرۍ ‏او صنعت وزارتونو او دغه شان د صنعت او معدن او د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته د برېښنا د توليد او اړتيا برخه کې د عملاً کار پيلېدو دنده ورکول شوې.

دغه راز يادو ادارو دنده سپارل شوې، څو د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې صنعتي پارکونو، لویو ښارونو او دې ته ورته ساحو کې د ډبرو سکرو حجم او د برېښنا اړتیا ته په کتو په ګډه لومړیتوبونه معلوم او عملاً کار پيل کړي.

د طالبانو اقتصادي کمېسيون په داسې حال دغه ګام پورته کوي چې له دې وړاندې صنعتي پارکونو او نورو لويو توليدي شرکتونو د کافي برېښنا د نشتون په برخه کې شکايت کړی و او ویلي شوي وه چې له دې امله ډېری کارخونې تړل شوي او په لسګونه کارګر هم وزګاره شوي دي.