مېرمن لېندې: افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې بايد بندې شي

د سويډن بهرنيو چارو وزيره آن لېندې

د سویډن د بهرنیوچارو وزیرې اَن لېندې په افغانستان کې پر هزاره ګانو د حملو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

په مزارشریف کې وړمه ورځ په یوه برید کې چې پړه یې د داعش ډلې خراسان څانګې ومنله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول او له دې مخکې د کابل په دشت برچي سیمه کې په دوو چاودنو کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

مېرمن لېندې پرون پر ټویټر ولیکل چې په افغانستان کې له بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې او پر اقلیتونو حملې باید بندې شي.