طالبان: برېتانيا د طالبانو پر ضد د وسله والو ملاتړ نه کوي

ارشيف

د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت، د افغانستان لپاره د برتانیا د سفیر هوګو شارتر له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، د ده د هېواد پالیسي دا ده چې د طالبانو د حکومت پرضد د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.

د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې ښاغلي شارټر دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په دوحه کې د کتنې پرمهال کړي.

په بیان کې د برتانیا د سفیر له قوله همداراز ویل شوي دي چې برتانیا له نړیوال بانک سره په ګډه پر یوه طرح کار کوي څو افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په رامنځ ته کولو کې همکاري وکړي.