پاکستانۍ رسنۍ: د افغانستان او پاکستان سوداګري دوه برابره ډېره شوې

ارشيف: تورخم دروازه

پاکستاني رسنۍ د چارواکو له قوله وايي په وروستیو دریو میاشتو کې د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري دوه ځلې زیاته شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه، په تېره افغانستان ته د پاکستان صادرات د طالبانو له واکمنېدو وروسته کم شوي وو.

پاکستاني چارواکي اوس وايي چې د تورخم له لارې افغانستان ته صادرات که څه هم زیات شوي خو هغه حد ته نه دي رسېدلي چې د اګست له ۱۵مې مخکې وو.