د اوکراين د جګړې په لومړيو کرښو کې د روسي ځواکونو مخه ډب شوې

ارشيف: د اوکراين جګړې کرښه

د اوکرایین د جګړې په لومړیو کرښو کې د روسي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي راپورونه ورکړل شوي.

د اوکرایین په خاوره د روسیې د یرغل اتمه اوونۍ کېږي خو د اوکرایین د مقاومت او د یو شمېر هېوادونو د پوځي مرستو له امله د روسي ځواکونو مخه ډب شوې ده.

د برتانیا پوځي استخباراتو نن وختي په یوه بیان کې ویلي، داسې ښکاري چې روسي یرغلګرو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کومه لویه لاسته راوړنه نه ده کړې.

د بریتانیا استخباراتو دا هم ویلي چې د روسیې هوايي او سمندري ځواکونو لا هم د اوکرایین د مقاومت په مقابل کې د اوکرایین د فضا او اوبو کنټرول نه دی ترلاسه کړی.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا (د اپرېل په ۲۲مه) په یوه ویډیويي وینا کې له هغو هېوادونو مننه وکړه چې د اوکراین د دفاع لپاره یې وسلې ورکړي.

هغه زیاته کړه چې وسله والو ځواکونو د اوکراین په ختیځ او جنوبي سیمو کې د روسیې د بریدونو مخه نیولې ده.

نوموړي وويل:

“هره ورځ او هره شپه موږ دې ته پام کړی چې خپلو پوځیانو ته اړینې وسلې برابرې کړو. دا زموږ د دولت لپاره لومړی شمېره لومړیتوب دی. موږ د خپلو ټولو متحدانو منندوی یو چې بلآخره یې زموږ غږ واورېد او موږ ته یې هغه څه راکړل چې ترې غوښتل مو. ځکه موږ پوهېږو چې په دې وسلو سره به موږ د زرګونه کسانو ژوند وژغورلی شو. اشغالګرو ته به وښیو، هغه ورځې را روانې دي چې له اوکرایینه وتلو ته اړ شي.”

زیلینسکي د اوکراین د ختیځ او جنوبي سیمو د نیولو او له اوکرایین ورهاخوا د مالدووا روس پلوه سیمې ټرانسډنیستر ته د لاسرسي په برخه کې د روسي چارواکو د ادعاو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل روسیه باید یواځې په خپله خاوره کې دننه د روسانو غم وخوري ځکه د ده په خبره هلته نه د بیان ازادي شته او نه د انتخاب.

تازه د روسیې د پوځ د مرکزي زون قومندان ویلي چې روسیه د مالدووا د روس پلوه ټرانسډنیستر ته د رسېدو په لټه کې ده ځکه هلته د ده په خبره د روسي ژبې له ویونکو سره زور زیاتی کېږي.

د روسیې د پوځ دا څرګندونې د جګړې د دویم فاز د پیل پر مهال له اوکرایین سربېره د روسیې د هدفونو څرګندويي کوي.

د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت د روسي چارواکو څرګندونې رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي. په دې سربېره یې د روسیې سفیر احضار کړی څو خپله جدي اندېښنه ورته څرګنده کړي.