کندز کې جومات دننه چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

Your browser doesn’t support HTML5

کندز کې د جومات دننه چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي.

د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پرون په یوه جومات کې چاودنې د طالب چارواکو په وینا ۳۳ کسان ووژل او ۴۳ نور یې ټپیان کړل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام پر ټویټر ولیکل چې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۳۳ ولسي خلک وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي مجاهد پرته له دې چې د کومې خاصې ډلې نوم واخلي ویلي دي چې د دې پېښو عاملان فتنه ګر او شریر عناصر دي چې د نیولو او سزا ته رسولو لپاره یې جدي هڅې روانې دي.

د سیمه ییزو سرچینو او عیني شاهدانو په وینا پېښه پرون مازیګر هغه مهال وشوه چې ګڼ دیني عالمان، طالبان او عام خلک د مولوي سکندر د مدرسې په خانقاه کې په ذکر بوخت و.

د خان آباد ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمدالله چې د چاودنې عیني شاهد دی، له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې چاودنې د تلفاتو په اړه د طالبانو د حکومت رسمي ارقامو ته ورته شمېرې ورکړلې.

هغه وویل: "تراوسه معلومه نه ده چې دا بم و، که انتحاري حمله وه. په دې پېښه کې ۳۳ کسان چې پنځه ماشومان هم په کې دي، شهیدان شوي او شاوخوا پنځوس نور هم ټپیان دي چې د ځینو وضعیت نازک دی."

پرون مازیګر د کابل په دارالامان سیمه کې کفایت سنټر ته نژدې هم چاودنه وشوه چې ویل کېږي د طالبانو یو رینجر موټر پکې په نښه شو.

ویل شوي چې په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ هم په مزارشریف، کابل، کندز او ننګرهار کې د چاودنو او نښتو په پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دې اړه نور: افغانستان کې وروستي بريدونه؛ يوناما د نا امنيو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د دې پېښو د تلفاتو دقیق ارقام نه دي معلوم ځکه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه لګېدلي دي.