د دشت برچي پېښې په غبرګون لاریون؛ طالبانو يې په ډزو مخه نيولې

په دشت برچي کې طالبان

د کابل په لوېدیځ کې د وروستیو امنیتي پېښو په غبرګون کې د عامو خلکو او د قربانیانو کورنیو او خپلوانو لاریون ترسره کړ.

هزاره توب جرم نه دی، د هزار ګانو وژل بس کړئ!

دا هغه شعارونه وه چې نن جمعه په کابل کې په دشت برچي سیمه کې د هزاره وګړو، پر عبدالرحیم شهید ښوونځي د برید د پېښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو د یو لاریون په لړ کې ویل.

د دغه لاریون یوې تنظیموونکې عاطفې فاطمي ازادي راډیو ته وویل، چې د دې لاریون د ترسره کولو هدف د خلکو له لوري د ځانونو د امنیت غوښتنه وه.

هغې زياته کړه: "نور د خلکو د صبر کاسه ډکه شوې خلک لاریون ته اړ شول، په دې لاریون کې ټولو عامو خلکو او د قربانیانو کورنیو ګډون کړی وو، خو طالبانو د لاریون کوونکو ډلې منځته ننوتل هوایي ډزې یې وکړې او لاریونوال یې د لاریون دوام ته پرې نه ښودل."

په دې لاریون کې ښځو هم ګډون کړی وو.

خو د اغلې فاطمي په خبره طالبانو د ښځو د ګډون له امله لاریون کوونکو باندې هوایي ډزې وکړې او د لاریون له دوامه یې منع کړل.

هغه ادعا چې طالبانو یې په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د دې لاریون یو ګډوانوال علي رضا وايي، له کلونه کېږي د هزاره ګانو نسل وژنه روانه او هره پېښې کې عام وګړي د کورنیو غړي له لاسه ورکړي.

نوموړی د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې نه د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

هغه وویل: "په دې وروستیو کې د خلکو امنیت وضع ډېره بده ده ټول خلک په وېره کې ژوند کوي ټول د خپل ځانونو د امنیت په اړه اندېښمن دي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند نظر واخلو خو زموږ پوښتنې ځواب نه کړل شوې.

وړاندې د طالبانو د حکومت بېلابېلو چارواکو ژمنې کړي وې چې د خلکو امنیت به نیسي.

د لاریون تنظیموونکي د افغانستان د ټولو ولایتونو او کابل ښار اوسېدونکو نه غواړي، چې له دوی سره دې همغږي شي او د امنیت د ټینګښت غوښتنې لپاره په لاریونونو کې ورسره ګډون وکړي.

دا لاریون وروسته له هغې ترسره شو چې د تېرې سه شنبې په ورځ د کابل اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې د دریو بېلابېلو بمي چاودنو له د عبدالرحیم شهید ښوونځي او ممتاز ښوونیز مرکز زده کوونکو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د رسمي شمېرو له مخې په دې پېښو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیلن دي - هغه شمېره چې عیني شاهدان او سیمې اوسېدونکي یې تر دې څو چنده لوړه بولي.

په دې اړه نور: مزار شريف کې چاودنه؛ د وژل شويو شمېر ۲۵ ته ورسېد

همدارنګه پرون پنجشنبه په مزار شریف ښار کې هم د شعیه هزاره وګړو په یو جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې ګڼ خلک یې ووژل او ټپیان کړل.

دا ټول هغه څه دي چې هزاره وګړي یې “نسل وژنه” بولي.