کندز کې د جومات دننه چاودنې ګنو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

کندز کې د جومات دننه د چاودنې انځور چې لسګونه خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه. October 9, 2021

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د مولوي سکندر په جامع جومات کې چاودنه شوې ده.

د سیمه ییزو سرچنیو د معلوماتو له مخې، نن جمعه مازیګر مهال ګڼ شمېر دینې عالمان، دمدرسې حافظان او عام خلک د همدې مدرسې په خانقا کې پر ذکر بوخت وو، چې پرې چاودنه شوې او له امله زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو دقیق شمېر یې لا نه دى روښانه شوى.

دغه جومات د اهل سنت د پيروانو دي.

د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني هم دغه پيښې تایید او وايي، چې ددې پيښې جزييات وروسته له رسنیو سره شریک کوي.

د مولوي سکندر په جامع جومات د امام صاحب ښار لودیځ لورې ته د جګشن برق سیمه کې موقعیت لري.