له روسیې د هند او بريتانيا غوښتنه؛ په اوکراین کې سمدستي اوربند وکړئ

په ماريپول کې د جګړې يوه صحنه

هند او بریتانیا له روسیې وغوښتل، چې په اوکراین کې سمدستي اوربند وکړي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره نن ګډې خبرې غونډې ته وویل، چې دواړو لوریو د اوکراین د ستونزې د هواري لپاره پر خبرو او دیپلوماسۍ ټینګار وکړ.

بوریس جانسن پرون په دوه ورځني سفر هند ته ولاړ.

هند تر اوسه پر اوکراین د روسیې مداخله نه ده غندلې او د روسیي وسلو یو ستر واردونکی هېواد دی.