د پوتين ادعا: د اوکراين ماريوپول ښار مو ازادی کړی

ارشيف

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کړې ده چې د اوکراین ماریوپول ښار یې تر شاوخوا دوو میاشتو نښتو وروسته، د ده په خبره، «ازاد کړی دی».

په عین وخت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین لپاره د اته سوه میلیونه ډالرو د مرستې د اعلان پر وخت د پوتین پرونۍ ادعا د ((شک وړ)) بللې او تر پوښتنې لاندې یې راوستې.

بایډن بېګا وویل، د پوتین پر دعوو سربېره، ((داسې هېڅ شواهد نه شته چې ګواکې ماریوپول دې بشپړ سقوط شوی وي.))

اوکرایني ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د نوموړي مننه کړې خو ویلي یې دي چې هېواد یې لا زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

د ماريوپول په ګڼو سیمو کې روسي او چچن ځواکونه په ټانکونو کې ګرځي خو یواځې د ازوفستال د اوسپنې په لویه کارخانه کې سلګونه ملکیان او اوکراییني پوځیان د روسي پوځیانو په کلابندۍ کې پاتې دي.