د اوکراين ماريوپول ښار کې کلا بند ملکيان؛ پوتين: حمله پرې وکړئ

د اوکراين ماريوپول ښار

د راپورونو له مخې، د اوکراین د ماریوپول ښار د ازوف ستال د پولادو په فابریکه کې سلګونو اوکرایني ملکیانو، ماشومانو او ټپي شویو دفاع کوونکو پناه اخیستې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه غونډه کې د خپل هېواد دفاع وزیر ته وویل، دا صنعتي سیمه داسې ایساره کړي چې یوه ماشه هم ورڅخه ونه تښتي.

د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو په دې غونډه کې، چې له تلویزیون څخه خپرېده، ولادیمیر پوتین ته په ځواب کې وویل چې په ازوف ستال کې تر ۲ زره ډېر اوکرایني پوځیان پاتې دي.

پوتین په ځواب کې وویل چې پر دې ستره صنعتي سیمه حمله به د ډېرو روسي سرتېرو ژوند واخلي.

روسیې د سې شنبې او چهارشنبې ورځې اوکرایني ځواکونو ته وروستی مهلت ټاکلی و چې ځانونه تسلیم کړي خو اوکراینیانو مقاومت ته دوام ورکړی دی.