جوبايډن د اوکراين لپاره پوځي مرسته اعلان کړه

د امريکا ولسمشر جو بايډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون (پنجشنبې) اوکراین ته یوه بله ۸۰۰ ملیون ډالري مرسته اعلان کړه.

بایډن وویل، د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د نویو حملو په وړاندې د اوکراین د دفاعي وړتیا د پیاوړتیا لپاره د ۸۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت پوځي او امنیتي مرسته اوکراین ته ورکوي.

ولسمشر بایډن د امریکا ولس ته په وینا کې، د خپل هېواد له کانګریس څخه وغوښتل چې اوکراین ته د وسلو د ورکولو لپاره دا اضافي بودجه تصویب کړي.