کابل کې د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه د غلا په تور نيول شوي

ارشيف

طالبان وايي چې د یوې ښځې په شمول یې ۵ تنه د کابل له یوه کوره د قیمتي شیانو د غلا په تور نیولي دي.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی، د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویندوی خالد ځدراڼ په قول پرون ویلي چې دا کسان د پلازمېنې په اتلسمه امنیتي حوزه کې نیول شوي دي.

اژانس نور جزییات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې د کابل ځینو ښاریانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په وروستیو کې په کابل کې د غلاوو په شمول جنايي پېښې زیاتې شوې دي.