چين د طالبانو له حکومت او پاکستان د خپلمنځي اختلافاتو د هوارۍ غوښتنه کړې

ارشيف: پاکستان پوله ساتي ځواکونه

چین پرون (پنجشنبې) له پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې په خپل منځ کې اختلافونه یا اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي.

چین دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې پاکستان د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل او لږترلږه ۴۷ تنه پکې ووژل شول.

پر دغو حملو د اعتراض لپاره طالبانو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ. پاکستان هم په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافېر احضار کړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وانګ وینبین په پیکینګ کې خبریالانو ته وویل، د دوو متحدانو ترمنځ په پوله کې وروستۍ شخړې پر پاکستاني ځواکونو د هغو حملو له کبله رامنځته شوې چې ادعا کېږي د افغانستان له خاورې شوې وې.