ايران: طالبان دې راسره د هلمند سيند اوبو مسله ژر تر ژره حل کړي

انځور د هلمند سيند

ایران د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د هلمند سین د اوبو د حق په اړه د ۱۹۷۳ لمریز کال موافقه رعایت کړي.

د ایران مرستیال ولسمشر محمد مخبر په افغانستان کې له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د اوبو مسله ژر تر ژره حل کړي.

مخبر د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د سیمه ییزې همکارۍ ادارې ته په خطاب کې له هغوی وغوښتل چې په کابل کې پر واکمنو فشار راوړي څو د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۹۷۳ م کال د اوبو د موافقې پر اساس له ایران سره د منل شویو اوبو برخه ومني.