د ايران يو شمېر ښارونو کې ښوونکو لاريونونه وکړل

ارشيف: د يو ايراني ښوونکي انځور

د ایران په یوشمیر ښارونو کې د پلازمینې تهران په شمول، ښوونکو نن لاریونونه وکړل.

دوی د مناسب معاش او د ښو شرایطو د چمتو کېدو غوښته کوي، په ورته وخت کې دې اعتراض کوونکو له حکومته وغوښتل چې زنداني ښوونکي دې ژر تر ژره له بنده خوشي کړي.

د ایران د ښوونکو د همغږۍ شورا په تیلګرام کې لیکلي دي چې په تهران کې لږ تر لږه دېرش اعتراض کوونکي نیول شوې دي.