طالبانو د ټيک ټاک اپليکېشن د بندولو پرېکړه کړې

ارشيف

طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت ته دنده سپارلې ده چې د (PUBG) په نوم د ان لاین لوبې مخه ونیسي او د ټیک ټاک په نوم ان لاین اپلیکیشن بند کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام اله سمنګاني په ټویټر کې لیکلي دي دا پرېکړه د طالبانو د کابينې په غونډه کې شوې.

د نوموړي په وینا کابینې لارښوونه کړې ده چې تر وسه وسه دې د هغو چاینلونو مخه ونیول شي چې غیراخلاقي خپرونې کوي.