د صرافانو پر جوړې شوې طرحې بيا کتنه کېږي

آرشیف

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون ماليې وزارت، د افغانستان بانک او د صرافانو ټولنې ته دنده سپارلې چې د افغانستان بانک لخوا د صرافانو لپاره پر جوړې شوې طرحې يوځل بيا کتنه وکړي.

د طالبانو حکومت د ارګ په نوم په خپله ټویټر پاڼه کې لیکي، د دغه کمېسیون د تېرې ورځې ناستې مشري د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر کوله.

په خبر کې وړاندې راغلي، هغه طرحه چې د افغانستان مرکزي بانک صرافانو لپاره جوړه کړې و په هغې کې بايد هر صراف د کار جواز ولري، ۵ ميليونه افغانۍ د افغانستان بانک ته ضمانت ورکړي او د پولي خدماتو شرکت بايد له بانک سره ۵۰ ميليونه افغانۍ نقدي پانګه ولري.

خو د یادونې ده، چې د افغانستان د مرکزي بانک دغه طرحه مخکې د صرافانو ټولنې له جدي غبرګون سره مل وه.

دغه ټولنې مخکې ویلي وه، صرافانو ته دغه شرایط سخت دي او دوی نه شي عملي کولای.

مرکزي بانک دغه طرحه شاخوا میاشت وړاندې د صرافانو ټولنې ته وړاندې کړې وه.