د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښو کاندیدانو يو پر بل سختې نیوکې وکړې

د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ کاندیدان د مناظرې پرمهال

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په ټاکنو کې پر خپلې سیالې مارین لوپن له روسیې سره د اړیکو په پار نیوکه وکړه.

مکرون پرون په یوه ټلویزیوني مناظره کې وویل، د مارین لوپن ګوند ۲۰۱۴ کال کې له یوه چکي-روسي بانکه پور اخیستی و.

مکرون ویلي، که یې سیاله د فرانسې ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، له روسیې سره به د پور په خاطر اړیکو کې خلاص لاس ونه لري.

مېرمن لوپن بیا دې مناظره کې مکرون" غیرصادق" کس یاد کړ او وې ویل، دا خپله نه، بلکې ګوند یې د روسي بانک پور خلاصوي.

لوپن مخکې له دې چې روسیه پر اوکراین بریدونه پيل کړي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ستایلی او ویلې یې دي، که ټاکنو کې بریالۍ شي د روسیې پر تېلو او ګازو به د اروپا د بندیزونو مخه ونیسي.