ايران په کابل کې د وروستیو بریدونو عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې

سمیع یوسفزی

ایران پرون له طالبانو وغوښتل چې د کابل د وروستیو چاودنو عاملان ونیسي او سزا ورکړي.

د راپورونو له مخې، ایران په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښمن دی او فکر کوي چې د افغانستان ناامني به ایران ته خپره شي.

د ایران تسنیم خبري اژانس، چې د ایران په سپاه پاسدارن پورې اړوند دی، په یوه راپور کې په افغانستان کې د داعش د قوت اخیستو او ایران ته د خطر پېښېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

داعش په وروستیو کې په پاکستان کې هم د ځینو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

عصمت څاروان په افغانستان کې د داعش د نفوذ او فعالیت د زیاتېدو د احتمال په اړه د سیاسي چارو له شناند او ژورنالیست سمیع یوسفزي سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې د ده په نظر دا اندېښنې څومره جدي دي؟

د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

سمیع يوسفزي سره مرکه