کاناډايۍ وزیره د جي ۲۰ ناسته کې د روسیې د ګډون په اعتراض له غونډې وتلې

کریستیا فریلند

د کاناډا د مالیې وزیرې کریستیا فریلند وايي چې پرون چهارشنبې د جي ۲۰ په ناسته کې د روسیې د ګډون په اعتراض کې له غونډې ووته.

دې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې په واشنګټن کې د جي شل د دې اوونۍ ناستې د نړۍ د اقتصاد د ملاتړ لپاره دي.

دا، چې د کاناډا د صدراعظم مرستیاله هم ده، وايي چې پر اوکراین د روسیې غیرقانوني یرغل د نړۍ اقتصاد ته جدي ګواښ دی او روسیه باید په دې ناستو کې ګډون ونه کړي.