ورښتونو په ميدان وردکو او نورستان کې مالي زیانونه اړولي

آرشیف

وروستیو ورښتونو په میدان وردک او نورستان کې لسګونه کورونه ویجاړ کړي او ډېره کرنیزه مځکه یې ویجاړه کړې ده.

د سې شنبې په ورځ ناوخته د میدان وردک په جلریز ولسوالي کې سېل لسګونه کورونه ویجاړ کړل او د دې ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي یې اړ کړل چې مېنې پرېږدي.

په میدان وردک کې له پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې د دغه ولایت په ګڼو نورو سیمو کې هم سېل زیانونه پېښ کړي خو کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.