د اروپايي کمېسیون مشر کييف ته رسېدلى

د اروپايي کمېسیون مشر چارلس میچل

د اروپایي کمېسیون مشر چارلس میچل نن په وار له مخه نه اعلان شوي سفر د اوکراین پلازمینې کییف ته ورسېد.

د دې سفر هدف پر اوکراین د روسیې د بې دلیله برید په وړاندې د اوکراین ملاتړ دی.

ښاغلي میچل په ټویټر کې یو عکس خپور کړی دی چې د کییف د ریلګاډي په تمځي کې یې اخیستی دی او ترې لاندې یې لیکلی دي، نن په کییف کې، د ډیموکراتیکې او خپلواکې اروپا په زړه کې.