روسيې د اروپايي ټولنې يو شمېر ډيپلوماټان له خپل هېواده ايستلي

ارشيف

روسیه وایي چې د اروپایي ټولنې د دوو هېوادونو شپږ دېرش ډيپلوماټان یې له خپلې خاورې ايستلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې یو ویشت ډيپلوماټان د بلجیم او پنځلس د هالنډ دي.

دې ډیپلوماتانو ته یې دوې اونۍ وخت ورکړی دی چې له روسیې ووځي.

د فبروري له لومړۍ نېټې راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی اروپایي هیوادونو تر اوسه د روسیې تر درې سوه ډېر ډیپلوماتان شړلي دي.

د دې په ځواب کې روسیې د هالند، بلجیم او تر دې مخکې د چک جمهوریت، بلغاریا او څو نورو هیوادو یو شمېر ډیپلوماتانو ته ځواب ورکړی دی.