د افغانستان استازولۍ د پاکستان حملو په اړه امنیت شورا ته شکایت وکړ

Your browser doesn’t support HTML5

په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ پر خوست او کونړ د پاکستان د هوايي حملو په اړه رسماً د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وړاندې کړ.

دغې استازولۍ د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم د دې ډول تېري د فوري مخنیوي غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ.

د پاکستان جټ الوتکو د شنبې سهار وختي دغه حملې وکړې.