طالبان: د کابل عبدالرحيم شهيد لېسې دننه چاودنه شوې

ارشيف: د افغانستان په نقشه کې د کابل ولايت

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تایدوي، چې د کابل ښار په لویدیځ دشت برچي سیمه کې چاودنې شوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، چاودنې چې شمېر یې نه دی معلوم د عبدالرحیم شهید لیسې دننه شوي دي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران بیا ازادي راډیو ته ویلي، چې چاودنې درې دي او د عبدالرحیم شهید په ليسه کې دي چې ګڼو افغان شیعه ګانو تلفات اړولي، چې شمېر یې نه دی معلوم.

مدني فعال خلیل روفي بیا په خپله فیس بوک پاڼه لیکلي، چې یوه چاودنه په قعله نو کې په ممتاز کورس کې او دوه نورې د عبدالرحیم شهید په ښوونځي کې شوي.

تراوسه د چاودنو څرنګوالی هم نه دی معلوم شوی، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند ښاغلی ټکور وایي، د دوی د پلټنې ټیمونه پر موضوع کار کوي.

سملاسي د چاودنو انګیزه هم نه ده معلومه او نه یې چا مسوولیت اخیستی، خو پخوا تر دې د کابل ښار په دې اکثره شیعه میشته سیمه کې د ورته پیښو مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی دی.

چې پر ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو بریدونه هم په کې شامل وه.