ارزګان کې چاودنه؛ يو ماشوم وژل شوی او څلور ژوبل دي

ارشيف

د طالبانو د حکومت اړوند باختر خبري اژانس نن ویلي چې چاودنه په دهیک ولسوالۍ کې د هغې وسیلې له کبله شوې چې له پخوانۍ جګړې په سیمه کې پاتې وه.

له پخوانۍ جګړې پاتې مهمات او ماینونه په بېلابېلو ولایتونو کې لا هم د خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو ژوند ګواښي.