پاکستان د يو سريلانکايي وکړي وژنه کې ښکېل شپږ تنه اعدام کړل

ارشيف: د پاکستان يوې محکمه کې قاضيان د پرېکړې پر مهال

په پاکستان کې یوې محکمې هغه شپږ تنه په اعدام محکوم کړل چې د یوې سریلانکایي کارخونې مدیر یې د کفر په تور په ډله ییزه توګه وژلی و.

د ګوجرانوالا ښار د یوې محکمې قاضي په دې اړه حکم د بندو دروازو ترشا واوروو او د پریکړې جزیات موظف څارنوال ندیم سرور شریک کړي دي.

د سرور په وینا قضیه کې ښکېلو ۹ نورو کسانو ته د ابدي حبس او ۷۲ کسانو ته د دوه-دوه کاله بند سزا اورول شوې ده.

د سریلانکا د نساجي فابریکې پر مدیر پریانتا کومارا تېر دسمبر کې سیال کوټ ښار کې برید وشو.

شاوخوا سلو کسانو کومارا دین ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو تر مرګه ورساوه او بیا یې د هغه جسد ته اور واچوه.

دوی کومارا تورن کړی و چې هغه کاغذ یې څېرې او سوځولی چې د قران شریف ایتونه پرې لیکل شوي وو.