د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو افغان خبریال نيولى او وهلى

افغان خبریال محب جليلي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د یوه افغان خبریال د نیولو او وهلو ټکولو خبر ورکړی دی.

دغه مرکز په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د آریانانیوز پخوانی ویاند محب جلیلي تېره شپه په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی او سخت وهل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ژورنالیستانو د دفاع د ځینو ټولنو د راپورونو په اساس، له تېر اګست چې طالبان بیا واک ته رسېدلي په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى او ګڼ شمېر خبریالان نیول شوي او وهل شوي دي.