په سويډن کې له دريو ورځو راهیسې نښتې روانې دي

آرشیف

په سویډن کې له دریو ورځو راهیسې د یوې ښي اړخې تُندلارې ډلې او د هغې د مخالفانو تر منځ نښتې روانې دي.

يکشنبه په سویډن کې د یوې سخت دریځې ښي اړخې ډلې له خوا د قران کریم د نسخو د سوځولو د پلان له امله د دریمې ورځې لپاره نښتې روانې وې.

د سویډن پولیسو پرون د اپریل په ۱۷مه وویل چې په جنوبي ښار مالمو کې د شپې له خوا د ښي اړخي افراطي ډلې او د هغوی د مخالفانو په نښتو کې یو بس، یو تېز رفتاره موټر او څو نور شیان سوځول شوي.

په سویډن کې دا څو ورځې تر هغې طرحې وروسته چې د ډنمارکي- سویډني سیاستوال راسموس پالودان په مشرۍ د مهاجرت ضد او اسلامي ضد غورځنګ "سټرام کورس" له خوا وړاندې شوې نښتې روانې دي.

د مهاجرت ضد او اسلامي ضد غورځنګ سختې کرښې په عام محضر کې د قران کریم د نسخو د سوځولو طرحه ورکړې ده.

د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم، لینکوپینګ او نورکوپینګ کې هم د نښتو او مظاهرو راپورونه ورکړل شوي، هغه سیمې چې په کې د مهاجرت ضد او اسلامي ضد غورځنګ د قران کریم د سوځولو پلان لري.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په بغداد کې یې د سویډن شارژدافیر دې وزارت ته احضار کړی او خبرداری یې ورکړی چې دا پېښه په ټولیزه توګه له مسلمانانو او په اروپا کې د مسلمانانو، عربو او مسلمانو هېوادونو سره د سویډن د اړیکو لپاره "جدي پایلې" لرلی شي.

د سویډن په جَنوب کې د پولیسو ویاند کیم هیلډ وویل، پولیس به په لانډسکرونا ښار کې د مهاجرت ضد او اسلامي ضد غورځنګ د مظاهرو جواز لغوه نه کړي ځکه د دې کار پایلې به سویډن ته چې د بیان ازادۍ ته ارزښت ورکوي، ښې نه وي.