منظور پښتين: پر افغانستان د پاکستان بريد کې د ملکيانو وژنه جنګي جرم دی

ارشيف

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین په افغانستان کې د پاکستان په بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو وژل کېدو خبرونه د افسوس وړ وبلل.

هغه بېګاه په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې په جګړه کې د ښځو، ماشومانو او بېګناه خلکو وژل جنګي جرم دی.

منظور پښتین لیکلي، د دې ټول جنګ وجه د پاکستان ستراتېژي ده.

د پاکستان جټ الوتکو پرون پېشلمي مهال د خوست او کونړ پر ځینو سیمو بمباري وکړه چې تر ۴۵ ډېر کسان یې په نتیجه کې ووژل شول.