سوداګرۍ وزارت: تېر لمريز کال کې ۷۰۰ ټنه اينځر صادر شوي

آرشیف

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تير لمريز کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اینځر صادر شوي دي.

دغه وزارت تېره ورځ ناوخته په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان په تیر لمریز کال کې شاخوا ۷۰۰ ټنه اینځر هند، عربي متحده امارات، کاناډا او یوشمېر نورو اورپايي هېوادونو ته صادر کړي.

د وزارت په وینا، اوس مهال کندهار، هرات، هلمند، زابل، فاریاب، بلخ او روزګان ولايتونو تر ټولو ډېرې وچې مېوې توليدي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس د افغانستان په بازارونو کې د یو کیلو اینځرو بیه شاخوا ۱۰۰۰ افغانۍ ده.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې افغان کروندګرو لو باغ لرونکو تل خپلو محصلاتو ته د بازار نه شتون له امله شکایتونه کړي دي.