د امريکا سرحدي پوليسو يوه مياشت کې لسګونه زره ناقانونه کډوال نيولي

ارشيف: د يناه غوښتونکو يو انځور

تازه راپور ښيي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو سرحدي چارواکو له مارچ میاشتې راهیسې ۲۱۰زره هغه پناه غوښتونکي نیولي، چې د مکسیکو له سرحده یې امریکا ته د اوښتو هڅه کوله.

د رویټرز اژانس له راپور سره سم، دا په تېرو دوو لسیزو کې د یوې میاشتې پر مهال د پناه غوښتونکو د نیول کېدو خورا لوړ شمېر دی.

په تېره مارچ میاشت کې د امریکا پر پوله د نیول شویو پناه غوښتونکو شمېر، د تېر کال د همدې مودې پر تله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

هر کال په زرګونو کسان د ښه ژوند په تمه د مکسیکو له سرحده څخه امریکا ته په غیرقانوني ډول اوړي.