هوايي بريدنو ته د طالبانو غبرګون؛ د پاکستان سفير يې احضار کړی

انځور: د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي او کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان

د راپورونو په اساس نن سهار وختي په خوست او کونړ کې د پاکستان هوايي ځواکونو بمبار کړی چې په نتیجه کې یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نن یې د پاکستان سفیر ور غوښتی او د دغو بریدونو د غندلو تر څنګ یې هغه ته اعتراض لیک ور وسپاره څو خپلو چارواکو ته یې ورسوي.

د بیان له مخې د پاکستان له سفیر منصوراحمدخان سره په ناسته کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کونړ او خوست کې شوي بریدونه وغندل.

ښاغلي متقي وويل: «د خوست او کنړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دې وشي او دغه ډول پېښې د دواړو همسایه هېوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي».

پاکستاني چارواکو لا رسماً د دغو تازه پېښو په تړاو څه نه دی ویلي خو دوه ورځې مخکې د پوځ ویاند بابر افتخار وویل چې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات پراخوي.