پاکستان پر خوست او کونړ بمبارۍ کړي؛ خلک: ٣٦ کسان وژل شوي

د پاکستان جېټ الوتکې

د راپورونو له مخې پاکستانيو الوتکو په خوست کې بېګا د بمبار په نتیجه کې خلکو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.

د پېښې ټپيانو او عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي چې تېره شپه درې بجې د خوست د سپیرې او تڼیو ولسوالیو په سرحدي سیمو کې په وزیرستانیو کډوالو پاکستاني الوتکو بمبار کړی.

دوی ادعا کوي چې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خوست کې د طالبانو امنیه قومندانۍ رسنیو ته د بمبارۍ پېښه تایید کړې خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

پاکستاني چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو دوه ورځې مخکې د پوځ ویاند بابر افتخار وویل چې د پاکستاني طالبانو پر ضد به خپل پوځي عملیات زیاتوي.

د سیمې یو قومي مشر رسول جان وویل، دوی د پيشلمي ډوډۍ ته ناست وو، چې ناڅاپه ورباندې بمبار وشو.

ده زیاته کړه :"په دریو کورنو بمبار وشو، چې د یو کور ۲۷ نفره په کې مړه او ټپيان شول، په دویم کور کې ۹ کسان وژل شوي، په درېیم کور باندې د هغه کورنۍ څلور کسان ووژل شول."

رسول جان وايي، په دې پېښه کې ټولو ملکیانو، ماشومانو او ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دې کې هېڅ وسله وال کس نه وو.

د پېښې یو ټپي چې د کورنۍ اته غړي يې دلاسه ورکړي، داسې وویل:" نوم مې رنګین دی، په قوم اڅړ یم، کله چې مو پیشلمي ته پورته شو، ډرون ورسره وه، ناڅاپه طیارې راغلې، زما په کور يې بم واچوه، شپږ کوټې يې له منځه یووړې، اته نفر يې لاس په لاس شهیدان کړل، په ما باندې کوټه راړنګه شوې وه، کلیوال راغلل، هغوی خلاص کړم."

رنګین وویل، دا الوتکې د پاکستان له لورې راغلې وې، او د کاڼې، ممدۍ، میر څپر او ځینو نورو سیمو باندې يې بمبار وکړ.

د پېښې یو بل ټپي سخي مت خان چې په قوم د وزیرستان تڼی دي.

هغه وايي، دا بمبار د پیشلمي په وخت درې بجې وشو، چې ټول قربانیان ملکي خلک، ښځې او ماشومان دي.

دی وايي، پیشلمي ته وتلی و چې د بم بڅرکي پرې ولګېدل او دی په کې ټپي شو.

طلاخان د شمالي وزیرستان د ته خپلو اوسېدونکی دی، چې په دې پېښه کې يې ټپي شوی دی.

هغه وايي چې د کورنۍ دېرشو غړو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی زیاتوي، په دې وژل شویو کسانو کې طالبان او نور وسله وال نه وو بلکې ټول ملکي خلک وو او له ده پرته د ده ټوله کورنۍ له منځه تللې ده.

په ورته وخت کې د کونړ شلټن ولسوالۍ اړوند د چوګام غرنۍ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته سېمه کې تېره شپه پاکستانیو جېټ الوتکو یو کور بمبار کړی چې په کې پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

د سېمې یو تن اوسېدونکي چې له نوم ښودلو يې ډډه کوله د شنبې ورځې په سهار ازادۍ راډیو ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوه بجې چې خلکو د روژې نیولو لپاره چمتوالی نیوه، پاکستانیو جېټ الوتکو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شلټن ولسوالۍ د چوګام کلي سره نږدې پر کورونو بمبار کړی چې پنځه ماشومان او یوه مور يي وژل شوې او یو ماشوم ټپي دی.

هغه زیاته کړه: "بمباري بېګاه دوه بجې شاوخوا شوې ده چې په کې د یو کور پنځه ماشومان او یوه مېرمن شهیده شوې او یو ماشوم ټپي دی. د کور څښتن یو غربیکاره انسان دی او په اسعداباد کې پر لاسي کراچۍ جامې پلوري."

په کونړ کې طالب کې چارواکي بیا وایي، هوايي بمبار نه دی شوی بلکې له تېرو دوه ورځو پاکستانیو ځواکونو د یاد ولایت پر دریو ولسوالیو یو ځل بیا توپچي بریدونه پیل کړي دي.

د کونړ اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف د شنبې سهار ازادۍ راډیو ته وویل: "د توپچي بریدونو سلسله د ګاونډي هېواد لخوا د ۱۴ روژې راپدېخوا د کونړ پر دریو ولسوالیو شلټن، مروره او ناړۍ باندې پیل شوې ده ،زموږ مشران پرې خبر دي او کوښښ کوې چې د حل لاره ورته پیدا کړې. تېره شپه د همدې بریدونو پایله کې د شلټن ولسوالۍ چوګام کې پر څه کورونو ګولۍ لګیدلې چې د ښځو او ماشومانو په کې پنځه کسان مړه دي او یو ماشوم ټپي دی."

په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې تېره شپه د خوست ولایت اړوند د وزیرستانيو کډوالو پنډغالی هم پاکستانیو ځواکونو بمبار کړی چې تراوسه یي د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه شته.

تردې دمه پاکستانيو چارواکو د شویو هوايي او توپچي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته ولایتونه له تېرو شاوخوا ۱۱ کالو څخه د پاکستانیو توپچي بریدونو لاندې دي چې تراوسه په کې په سلګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.