په قبایلي سیمو کې د بريدونو زياتوالى؛ د طالبانو حکومت يې اندېښمن کړى

په شمالي وزیرستان کې د پوځيانو انځور

په قبایلي سیمو کې د وسله والو بريدونو له زیاتېدو وروسته د طالبانو حکومت په سیمه کې د ناامنیو له پلوه اندېښنه څرګنده کړې.

په داسې حال کې چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان پر پوځ د وسله والو حملې په زیاتېدو دي، د طالبانو حکومت وايي چې په سیمه کې د ناامنیو د زیاتېدو له کبله اندېښنه لري.

د پاکستان د پوځ یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې افشا شي وویل چې د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمه کې ۷ تنه پوځیان هغه مهال ووژل شول چې وسله والو یې پر موټر برید وکړ.

له دې یوه ورځ مخکې هم د پوځ دوه سرتېري د شمالي وزیرستان په شام او دته خېلو سیمو کې په دوو جلا حملو کې وژل شوي وو.

همداراز د دوشنبې په ورځ د پوځ دوه سرتېري د جنوبي وزیرستان په انګور اډې سیمه کې او په همدې ورځ پنځه تنه پولیس په ډېره اسماعیل خان سیمه کې ووژل شول.

د ډېرى دې حملو مسوولیت د پاکستان طالبانو ډلې یا TTP منلی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا د دې ناامنیو په اړه د آزادۍ راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې که څه هم دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده خو زیاته کړه یې چې ښه به وي که د دې لانجې لپاره یوه سوله یزه حل لاره وموندل شي.

ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "لومړی خو موږ غواړو چې په ټوله سیمه کې امنیت وي او په پاکستان کې هم جګړه او مشکلات نه وي او له سوله ییزو لارو دا مسئله حل شي. البته دا ډېر په موږ پورې اړه ځکه نه لري چې دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده، موږ یې حل غواړو، یوه سالمه حللاره چې د سیمې او پوره پاکستان او ملت په ګټه وي."

په همدې حال کې د پاکستان پوځ هغه راپورونه رد کړي دي چې ویل کېدل، د سیمې د مخورو یوه جرګه د پاکستاني طالبانو له تحریک سره د خبرو په حال کې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار خبریالانو ته وویل چې له دې ډلې سره هېڅ راز خبرې روانې نه دي.

اسلام آباد ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په افغانستان کې دي خو ښاغلي مجاهد وویل، د طالبانو حکومت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پرضد کار واخلي.