د اسرايلي پوليسو او فلسطينيانو شخړه؛ ۱۵۲ فلسطينيان ټپيان شوي

ارشيف: اسرايلي پوليس او فلسطينيان

له اسرایلي پولیسو سره د فلسطینیانو په تازه شخړه کې لږ تر لږه ۱۵۲ فلسطینیان ټپیان شوي دي. دا خبره د فلسطین سرې میاشتې ټولنې نن کړې ده.

شخړه د بیت المقدس د الاقصی جومات په انګړ کې داسې وخت وشوه، چې د روژې مبارکې میاشتې دوې اوونۍ پوره شوې.

د اسرائیل پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، په سلګونو فلسطینیانو د سهار تر لمانځه وروسته د یهودانو عبادتځای ته څېرمه پټاقۍ او ډبرې وویشتلې.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه جنایت او د هغه د عواقبو مسوولیت په مستقیم ډول اسرائیل ته اوړي.