غور کې په نشه يي توکو روږدي کسان ډېر شوي

ارشیف

په غور ولايت کې د معتادانو د روغتون له تړل کېدو سره په دې ولايت کې معتادان ډېر شوي دي.

د غور ولايت اوسېدونکي شکایت کوي چې، په دې ولایت کې د معتادانو د روغتون له تړل کېدو سره معتادان ډېر شوي دي.

په وروستیو اوونيو کې د غور ولايت په مرکز کې معتادان راټول شوي او ډېری يې هغه معتادان دي چې د دې ولایت له ولسوالیو څخه راغلي او غواړي چې ځانونه د معتادانو د درملنې په مرکزونو کې بستري کړي، خو تر اوسه يې برخه ليک نه دی معلوم.

مدني فعال پارسا او د فیروزکوه ښار یو اوسېدونکی غلام سخي شکايت کوي چې د معتادانو د روغتون له تړل کېدو راهيسې په دې ښار کې معتادان ورځ په ورځ پسې ډېرېږي.

هغه زیاتوي: " په غور ولايت کې معتادان د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېرېږي، ځکه هغه روغتونونه چې د معتادینو درملنه به يې کول امکانات نه لري او تړل شوي دي، له بده مرغه هغه خلک چې بېوزله دي ډېری يې نشو ته مخه کوي، له همدې امله موږ له هغو ادارو څخه چې په دې برخه کې فعاليت کوي غوښتنه کوو چې د دې ستونزې مخه ونيسي، ځکه دا ستونزه د نورو ستونزو لامل کېږي، له روغتونونو سره دي مالي مرستې وشي. "

هغه وايي: " له چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، ځکه له يوې خوا معتادان ډېر شوي او له بلې خوا د هغه روغتون تړل شوی چې د معتادانو درملنه به پکې کېده. "

د غور ولایت د معتادانو د روغتون چارواکي وايي چې، له دريو مياشتو راهيسې يې د بستري کېدو خدمات بند شوي او په دې موده کې د دوی په روغتون کې د يوه معتاد درملنه هم نه ده شوې.

د غور د معتادانو د درملنې شل بستريز روغتيايي مرکز مسئول محمدعمر لعلزاد ازادۍ راډيو ته وويل، دوی د معتادانو د درملنې لپاره کافي درمل په واک کې لري، خو د خوړو نشتوالی د دې سبب شوی چې دوی د بستري کېدو خدمات بند کړي.

هغه وویل: " د جدي مياشتې له لومړۍ نېټې څخه يوازې زموږ د بستري کېدو خدمات بند شوي دي، که څه هم موږ د درملو په برخه کې ستونزه نه لرو، زموږ ستونزه يوازې د معتادانو د اعاشې په برخه کې ده. څرنګه چې بودجه نه لرو او د عامې روغتيا رياست هم د دې برخې لپاره ځانګړې بودجه نه لري، خو که ناروغ وکولای شي چې د اعاشې لګښت خپله پر غاړه واخلي موږ د ډاکټر او درملو په برخه کې ستونزه نه لرو، له بده مرغه ستونزه دا ده چې د غور ولايت معتادان د اعاشې توان هم نه لري. "له افغانستان څخه د بهرنیو نظامي ځواکونو او مرستندویه ادارو له وتلو سره، د معتادانو د درملنې له مرکزونو سره مرستې هم بندې شوي او د طالبانو حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې د دې تړل شويو مرکزونو لپاره له سره مرستې راجلب کړي.

د غور د عامې روغتيا سرپرست رئيس عبدالستار موفق وايي، د عامې روغتيا وزارت ژمنه کړې چې د دې مرکزونو د اړتياوو پوره کولو لپاره به هڅې وکړي، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي ګام نه دی اخيستل شوی.

موفق وویل: " له بده مرغه به ووايم چې تر اوسه د شل بستريز روغتون لپاره مرستندويه اداره نه ده پيدا شوې، خو امکان لري چې په دې ورځو کې يوه مرستندويه اداره پيدا کړو او مرسته راسره وکړي، د ولسواليو په اړه هم پلان لرو، ځکه د مرکز له خوا داسې ښودل شوي چې پلانونه به عملي شي، دا چې دا پلانونه به کله عملي کېږي، معلومه نه ده. "

د طالبانو د حکومت له جوړېدو سره له د معتادانو د درملنې له (۸۴) مرکزونو څخه ډېری مرکزونو يې د بودجې د نشوالي له امله د بستري کېدو فعاليتونه درولي دي.
په دې وروستیو وختونو کې ځينو هېوادونو او مرستندويه ادارو وويل چې د معتادانو د درملنې په برخه کې خپلې مرستې له سره پيلوي، خو دا خبره يې هم ورسره وتړله چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو او نادولتي ټولنو له لارې کوي.
--------------------
راپور: حفیظ نورزاد

Your browser doesn’t support HTML5

غور کې د معتادانو د روغتون له تړل کېدو سره معتادان ډېر شوي