روسیې فینلنډ او سویډن ته خبرداری ورکړ

د روسیې پخوانی ولسمشر او د ولادیمیر پوتین نژدې متحد دیمیتري میډودیف

یوه ورځ وروسته له دې چې فینلنډ او سویډن وویل، له ناټو سره یوځای کېږي، د روسیې پخواني ولسمشر او د ولادیمیر پوتین نژدې متحد دیمیتري میډودیف خبرداری ورکړ چې که دا دوه هېوادونه د ناټو غړي شول، روسیه به په بالتیک سیمه کې اتومي وسلې ځای پر ځای کړي.

ښاغلي میډودیف ، چې د روسیې د امنیت شورا مرستیال دی، پرون (پنجشنبې) وویل، سویډن او فینلنډ ته د ناټو د غړیتوب ورکولو په صورت کې روسیه باید په بالتیک سمندرګي کې خپل پوځي طاقت له هر نظره پیاوړی کړي.