جو بایډن له اوکراین سره د ۸۰۰ ملیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د ۸۰۰ ملیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ.

په دې مرسته کې هلیکوپټرې هم شاملې دي.

ښاغلي بایډن د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره پرون پر ټیلیفون خبرې وکړې او هغه‌یې له دې مرستو خبر کړ.