د امریکا ولسمشر: پر اوکراین د روسیې جګړه نسل‌وژنه ده

پر اوکراین د روسیې د حملې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې اوکراین کې به د دوی د پوځیانو جګړه پر مخ ځي او اوس به‌یې ډېر تمرکز د دغه هېواد په ختیځه برخه وي.

اوس‌مهال د اوکراین د دونباس سیمې څو موقعیتونو ته د روسیې د تجهیزاتو کاروانونه پر لاره دي.

د روسیې ولسمشر داسې مهال د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د دوام خبره کړې چې د امریکا ولسمشر د روسیې دا جګړه "نسل‌وژنه" یاده کړه.

جو بایډن په ظاهره د نسل‌وژنې له عبارته وروسته لږ شاتګ وکړ او ویې‌ویل امریکا په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي موندلي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکراین په بندري ښار ماریوپول کې د کیمیاوي وسلو د احتمالي کارونې په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوالې ادارې د اوکراین په ماریوپول ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د ناتأیید شویو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون وویل چې د ماریوپول وضعیت له نږدې څاري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې ښايي د روسي ځواکونو له‌خوا په دې بندري ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کول ممکن نه‌وي، خو د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې پرون وویل چې د دې راپورونو په اړه څېړنې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

بل لور ته د چچن ځواکمن مشر رمضان قدیروف چې سرتېري یې په اوکراین کې د مسکو په ملاتړ جنګېږي، ویلي ماریوپول کې د اوکراین څه باندې زر سمندري ځواکونه تسلیم شوي دي.

د روسیې دولتي ټلوېزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې په‌کې ښيي، د اوکراین سرتېري په ماریوپول کې د فولادو په یوه کارخونه کې داسې مهال تسلیمېږي چې اکثره‌یې ټپیان دي.

تر اوسه په دغه لوی شمېر کې د ځواکونو تسلیمي په خپلواکه توګه نه‌ده تأیید شوې، خو د اوکراین پوځي قوماندانانو نن ویلي، ماريوپول کې د روسیې حملو پرمختګ درلود.

بل لور ته نن د پولنډ ولسمشر او د بالتیک حوزې د درېیو هېوادونو مشران د اوکراین حکومت د ملاتړ په هدف کیف ته روان شوي دي.

دا د اروپایي مشرانو تازه ډله ده چې د اوکراین د ملاتړ په هدف کیف ته سفر کوي.

بل لور ته امریکایي‌ رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې نن د اپرېل په ۱۳مه پنټاګون د امریکایي وسلو له تولیدوونکو شرکتونو سره غونډه جوړه کړي او د اوکراین د ملاتړ په اړه خبرې په‌کې وشي.