د افغانستان بانک: ټول کارکوونکي له محدودیت پرته له بانکونو معاشونه اخیستی شي

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک وایي، له دې وروسته ټول دولتي او نادولتي کارکوونکي له محدودیتونو پرته له بانکونو خپل معاشونه اخیستلی شي.

د دغه بانک ویاند صابر مهمند رسنیو ته ویلي، دا ګام‌یې د مالي او بانکي سکټور د بیا رغونې په هدف او امکاناتو ته په کتو پورته کړی دی.

ښاغلی مهمند وايي: "ټول سوداګریز بانکونه به د دولتي او غیر دولتي کارکوونکو معاشونه د دوی له غوښتنې سره سم له ځنډ او محدودیت پرته تادیه کوي، افغانستان بانک په هېواد کې د بانکي نظام د ټیکاو او هېوادوالو ته د لا نورو خدماتو د برابرولو په موخه ژمن دی."

پخوا تر دې د دولتي او ان خصوصي ادارو کارکوونکو نه‌شوی کولای چې په میاشت کې له یوې محدودې اندازې زیات معاش له بانکه ترلاسه کړي.

دا اندازه په کابل کې د میاشتو د ۲۰۰ ډالرو معادل ټاکل شوې وه، خو د راپورونو پر اساس په یو شمېر ولایتونو کې دا محدودیت تر ۱۰۰ ډالرو پورې و.