ماریوپول کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د راپورونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

ماریوپول کې د روسي ځواکونو یو ټانک او حمله

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوالې ادارې د اوکراین په ماریوپول ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو د ناتأیید شویو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې پرون وویل چې د ماریوپول وضعیت له نږدې څاري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي چې ښايي د روسي ځواکونو له‌خوا په دې بندري ښار کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کول ممکن نه‌وي، خو د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې پرون وویل چې د دې راپورونو په اړه څېړنې روانې دي.