د فرانسې پارلمان لسګونه غړو له خپل ولسمشر پر طالب مشرانو د بندیزونو غوښتنه کړې

ارشيف، د فرانسې پارلمان

د فرانسې د پارلمان په لسګونو غړو د خپل هېواد له ولسمشر څخه غوښتي چې د طالبانو پر مشرانو بندیزونه ولګوي.

د فرانسې پارلمان غړې فردریک دوماس په تویټر کې یو لیک خپور کړی دی چې په هغه کې د فرانسې له ولسمشر او پارلمان څخه غوښتل شوي چې د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو د لګولو له لارې پر هغوی فشار راولي چې خپلې کړې ژمنې په ځای کړي او په افغانستان کې د ښځو حقونو ته غاړه کېږدي.

په دې لیک کې چې د فرانسې د پارلمان تر ۵۰ ډېرو غړو لاسلیک کړی دی، راغلي چې طالبان باید نجونې پرېږدي چې ښوونځیو ته ولاړې شي، ښځو ته اجازه ورکړي چې کار وکړي او له کور نه له محرم پرته د دوی د وتلو مخه ونه‌نیسي.

د فرانسې پارلمان دغو غړو له ولسمشر امانوئل مکرون او د پارلمان له رئیس ریچارد فراند څخه غوښتي چې د طالبانو د چارواکو پر سفرونو دې بندیزونه ولګوي.

طالبانو نږدې اته میاشتې مخکې کابل ونیو او تر دې دمه‌یې تر شپږم ټولګي پورته نجونې نه‌دي پرېښي چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

طالبانو ژمنه کړې وه چې د وري په درېیمه به د ټولو نجونو او هلکانو ښوونځي پرانیزي، خو د نجونو په برخه کې یې دا ژمنه پر ځای نه‌کړه.

تر دې مخکې د بېلابېلو هېوادونو چارواکو له طالبانو غوښتي و چې نجونې پرېږدي چې زده‌کړې وکړي، د دې غوښتنو په لړ کې تازه د یکشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازي سهیل شاهین سره د کتنې پر مهال دا غوښتنه وکړه.

ښاغلي پوتزل د دې لیدنې کتنې پر مهال وویل چې طالبان باید د دې ځواب ورکړي چې ولې یې د نجونو پر مخ ښوونځي بند کړي دي.

خو سهیل شاهین ده ته یو تکرار ځواب ورکړ چې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو خبره د دوی د مشرتابه دوهم امر او د یوې جامع طرحې تر جوړېدو انتظار ده.

د طالبانو له حکومته چې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه دا ده چې بشري حقونه رعایت کړي، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه.