جو بایډن له نرېندرا مودي نه وغوښتل چې له روسیې د تېلو پېر ګړندی نه‌کړي

بایډن پرون له مودي سره د وېډیو کنفرانس پر مهال وویل، له روسیې د تېلو د اخیستو زیاتېدا به د هند په ګټه نه‌وي او په خبره‌یې دا کار کولای شي د اوکراین جګړې ته د امریکا ځوابي اقدامات له خنډ سره مخامخ کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د هند له صدراعظم نرېندرا مودي نه وغوښتل چې له روسیې د تېلو پېر ګړندی نه‌کړي.

بایډن پرون له مودي سره د وېډیو کنفرانس پر مهال وویل، له روسیې د تېلو د اخیستو زیاتېدا به د هند په ګټه نه‌وي او په خبره‌یې دا کار کولای شي د اوکراین جګړې ته د امریکا ځوابي اقدامات له خنډ سره مخامخ کړي.

بایډن په دې یو ساعته مکالمه کې ویلي، د روسیې د انرژۍ پر سرچینو د هند اتکا به په نړۍ کې د نوې ډېلي دریځ پیاوړی نه‌کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې هند په دې وروستیو کې له روسیې د نفتي موادو پېر زیات کړی او په پرونیو خبرو کې مودي له دې کاره د شاتګ هېڅ کومه عمومي ژمنه ورنه‌کړه.