زلنسکي: د روسیې تهاجم یوازې پر اوکراین محدود نه‌دی، هدف ټوله اروپا ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر وايي د روسیې تهاجم یوازې پر اوکراین محدود نه‌دی، بلکې د ده په وینا هدف ټوله اروپا ده.

ولادیمیر زلنسکي پرون ناوخته په خپله وینا کې له لوېدیځ څخه غوښتنه وکړه چې د روسیې د انرژۍ پر تولیداتو بشپړ بندیز ولګوي.

هغه یو وار بیا غوښتنه وکړه چې اوکراین ته دې نورې وسلې هم ورکړل شي.

په همدې حال کې اوکراین ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې د راغونډو شویو روسي ځواکونو په وړاندې سختې جګړې ته چمتووالی لري.

د اوکراین پوځ وايي روسیه هڅه کوي د اوکراین په ختیځ کې له کریمیا سیمې چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې له خپلې خاورې سره الحاق کړه او په ختیځ کې له دونباس سیمې ځمکنی دهلېز پرانیزي.

د دونباس پر ځینو برخو روس‌پلوه بېلتون غوښتونکي کنټرول لري.